کورپاڼه / د لوبو راپورونه / کوټه توپ اچونه کوي، ظاهر خان هم نن لوبېږي
ظاهر خان

کوټه توپ اچونه کوي، ظاهر خان هم نن لوبېږي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو ۱۹مه لوبه نن د پېښور زلمي او کوټې ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره کېږي.

د لوبې په پیل کې کوټې ګلیډیټرز پچه وګټله او لومړی یې د پېښور زلمي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. نن به ظاهر خان هم په لوبه کې ولوبېږي.

د کوټې ګلیډیټرز ۱۱ کسیز نوملړ: فاف ډوپلیسي، عثمان خان، جیک ویدرالډ، سرفراز احمد (ویکټ ساتونکی او لوبډلمشر)، محمد اعظم خان، کیمرون ډیلپورټ، محمد نواز، ظاهر خان، محمد حسنین، خرم شهزاد او زاهد محمود.

د پېښور زلمي ۱۱ کسیز نوملړ: کامران اکمل (ویکټ ساتونکی)، حیدر علي، شعېب ملک، ډیویډ میلر، رومان پاویل، شیرفان رودرفورډ، فابین الین، وهاب ریاض، عمید اصف، محمد عرفان او محمد عمران.

د یادولو وړ ده چې د کوټې ګلیډیټرز انډري رسل په تېره لوبه کې ټپي شوی و، چې د هغه په ځای نن کیمرون ډیلپورټ لوبېږي او د ویلدرموت پر ځای بیا نن ظاهر خان ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

که د جدول خبره وشي، نو پېښور زلمي په ۶ لوبو کې ۳ لوبې ګټلې دي چې د ۶ نومرو سره څلورمه لوبډله ده، خو کوټې بیا په ۶ لوبو کې یوازې ۱ بریا خپله کړه او تر ټولو شاته پاتې ده.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …