کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک د میسنجر لپاره درې نوي فیچرونه وړاندې کوي

فیسبوک د میسنجر لپاره درې نوي فیچرونه وړاندې کوي

د ټولنیزو رسنیو ترټولو لویې ویبياڼې فیسبوک د خپلو کاروونکو لپاره د دریو نوو فیچرونه د وړاندې کولو اعلان وکړ.

د میسنجر د محصول مدیر ستیش کمار وایي چې دا درې واړه فیچرونه د کاروونکو د اسانتیا لپاره وړاندې کېږي او په استعمال به یې خلک د خوښۍ احساس وکړي.

د چټ تیم: د کاروونکو لپاره د چټ په تیم کې یو څه نوي بدلونونه رامنځته شوي، چې ټاکنه به یې پخپله خوښې سره وشي او دغه ډیزاین به نه یوازې د فیسبوک په میسنجر کې وي بلکې د انستاګرام پر میسنجر به هم د استعمال وړ وي.

چټک ځواب: کله چې پر میسنجر خبرې کوئ نو دغه فیچر به درسره مرسته وکړي چې له ستونزو مو وساتي او کله چې ویډیو یا تصویر در ورسېږي نو لاندې به یې د ریپلای اپشن وي، چې په مرسته به یې ژر ځواب وکړای شئ.

د QR کوډونه او تادیه: فیسبوک د میسنجر کاروونکو لپاره تادیه کول اسانه کړي. راپورونه وایي چې د QR کوډونو او لینک ته د لاسرسي لپاره د میسنجر سټینګ ته لاړ شئ او له هغې ځایه د تادیې غوښتنې کولی شئ.

ددې فیچر په مرسته هغه کسانو ته هم تادیه کېږي چې د فیسبوک د ملګرو په نوملړ کې مو نه وي او په دې ډول کولی شئ کوم چاته روپۍ ولېږئ.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دا فیچر اوسمهال په امریکا کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوی او د نورو هیوادونو اوسیدونکې به هم ډېر ژر ترې ګټه پورته کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …