کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې خپله ورکه کړې ګوتمۍ (۴۶) کاله وروسته ترلاسه کړه

یوې میرمنې خپله ورکه کړې ګوتمۍ (۴۶) کاله وروسته ترلاسه کړه

د امریکا د مشیګن ایالت یوې اوسیدونکې میرمنې کله چې شپږ څلویښت کاله وروسته خپله ورکه شوې ګوتمۍ ترلاسه کړه، نو له ډېرې خوشحالۍ په جامو کې نه ځاییده.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د میري ګیزل نومې میرمنې خپله قیمتي ګوتمۍ په ۱۹۷۵ کال ورکه کړې او د بیا موندلو هیله یې نه لرله، خو اوس یې یې چې ترلاسه کړه نو له ټولنیزو رسنیو څخه مننه وکړه.

د راپور له مخې ویل کېږي چې میري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پر میسنجر یې د کرس نورډ په نوم د یو شخص پیغام ترلاسه کړ، چې پکې لیکل شوي ول له ماسره داسې څه دي چې ستا دی.

میري زیاتوي چې ډېره حیرانه شوه چې یو ناپیژانده شخص څنګه دغه ډول ادعا کولی شي، خو کله چې یې د ګوتمۍ عکس ولید نو ګوته په غاښ پاتې شوه ځکه چې دا یې ورکه شوې ګوتمۍ وه.

دی وایي چې کرس نورډ دغه تصویر پر فیسبوک خپور کړی او له تېرو شلو کلونو یې لټه پیل کړې وه. بل لوري ته کرس نورډ وایی چې دا ګوتمۍ یې ورور په ګنده ګۍ کې پیدا کړې او تر اوسه یې ساتلې وه او د اصلي څښتن لټه یې کوله.

د نورډ دغه پوسټ د میري ګیزل ښوونځي هم خپور کړی و چې له همدې لارې ترې میري پورې ورسیده، چې له هغې وروسته بیا میري د ټولنیزو رسنیو له ټولو هغه کاروونکو مننه وکړه چې دغه پوسټ یې شیر کړی و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …