کورپاڼه / خپلواک / جاوېد اميرخېل: اليکترونيکي تذکره مو هويت او پېژندګلوي ده
جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل: اليکترونيکي تذکره مو هويت او پېژندګلوي ده

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان مخکښ سندرغاړي جاوېد اميرخېل هم اليکترونيکي تذکره ترلاسه کړې ده او وايي چې دا تذکره مو هويت، پېژندګلوي او معرفت دی.

جاوېد اميرخېل د اليکترونيکي تذکرې ترلاسه کولو وروسته د هغې انځور په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړی دی او ورسره يې ليکلي دي چې دا زما هويت، زما پېژندګلوي او زما معرفت دی.

نوموړي په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((برېښنايي تذکرې مې ځان او د کورنۍ ټولو غړو ته واخیستې، کله مې چې جیب کې کېښوده، زړه مې پرې ډاډه شو، د ویاړ او غرور احساس مې وکړ.))

نوموړي همدا راز له خلکو هم غوښتنه کړې ده چې تذکرې واخلئ، هغه په خپل پوسټ کې همدا راز مخکې ليکلي دي: ((تاسو یې هم تجربه کړئ، له خپلې کورنۍ سره ورشئ، تذکرې واخلئ ځکه چې دا زموږ ستاسې خپل حق دی.))

جاوېد اميرخېل په خپل پوسټ کې مخکې ليکلي دي:

دا وطن افغانستان دی

دا عزت د هر افغان دی

کور د سولې کور د تورې

هر بچی یې قهرمان دی

د يادولو ده چې جاوېد اميرخېل يو له هغه افغان سندرغاړو څخه دی، چې د خپلو سندرو لپاره معياري شعرونه انتخابوي، د هغې لپاره معياري موسيقۍ او په زړه پورې ويډيوګانې جوړوي.

د نوموړي وروستۍ سندرې چې د هېواد او ولس لپاره يې پېغامونه درلودل، خلکو ډېرې خوښې کړې دي. هغه تېره ورځو کې د خپلې نوې سندرې لپاره ازبکستان هېواد ته تللی او ويل يې چې خپله نوې سندره به په ازبکستان کې ريکارډ کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …