کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان: یو ځل بیا د کار کولو وخت راغلی

شاهرو خان: یو ځل بیا د کار کولو وخت راغلی

د بالیووډ د رومانس بادشاه شاهرو خان د خپل راتلوونکې فلم (پټان) شوټنګ، چې د کورونا په سبب ځنډېدلی و، یو ځل بیا پیل کړ.

شاهرو خان په دې اړه پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام خپل یو تصویر خپور کړی او ترڅنګ یې ورسره لیکلي چې یو ځل بیا د کار د پیل وخت راغلی دی.

نوموړي د خپل وروستي تصویر له خپرولو سره سم په سرلیک کې لیکلي چې:(( د هغه ټولو کسانو لپاره نېکې هیلې چې بېرته د عادي ژوند پر لورې ګرځي او خپل کار ته ترتیب ورکوي.))

شاهرو خان پخپل پوسټ کې لیکلي چې پخپلو کار ځایونو کې خوندي پاتې شئ او خپل ځان ته ډېره زیاته پاملرنه وکړئ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Shah Rukh Khan (@iamsrk)

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د شاهرو خان د (پټان) فلم شوټنګ به یو ځل بیا د جون په یوویشتمه نیټه پیل شي او په دې فلم کې له شاهرو خان سره دیپکا پاډوکون او ډمل کپاډیه مرکزي رول لوبوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …