کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مدینې ته تشریف راوړ او زه یې په خدمت کې حاضر شوم نو هغه کلمې چې ترټولو وړاندې زما په غوږ ولګېدې دا وې:

رسول الله وفرمایل ای خلکو! یو بل ته ډېر سلام وکړئ، د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو لپاره په خلکو ډوډۍ وخورئ او له صله رحمۍ کار واخلئ، د شپې په هغه شېبو کې نفلونه وکړئ، چې عام خلک په خوب ویده وي، یاد ولرئ په دې چارو د عمل کولو سره به تاسې په محفوظ ډول او سلامتیا سره پرته له کومې ستونزې جنت ته داخل شئ(ترمذی شریف)

په یو بل حدیث شریف کې راځي چې ام المومنین سیده میمونه رضي الله عنها خپل یو غلام ازاد کړ او کله چې یې دا خبره رسول الله صلیذالله علیه وسلم ته وکړ نو ورته یې وفرمایل، که چېرته دې هغه غلام خپل ماما ته ورکړی و نو ډېر زیات ثواب به دې ترلاسه کړی و.(مشکوۃ شریف)

په اسلام کې د غلام یا وینځې آزادولو ته ډېر اهمیت ورکړل شوی او دا یې ترټولو غوره کار بللی دی خو ددې هر څه سربېره بیاهم د صله رحمۍ درجه لوړه ده او په حدیثونو پرې ډېر ټینګار شوی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د اړمندو کسانو خدمت کول صدقه ده، خو که چېرته د خپل کوم خپلوان مرسته وشي نو دوه کاره دي یو صدقه او بل صله رحمي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …