کورپاڼه / روغتيا / په تشه ګیډه د چایو او کافي د استعمال زیانونه

په تشه ګیډه د چایو او کافي د استعمال زیانونه

ډېر شمېر خلک کله چې سهار وختي له خوبه راپورته شي، نو په تشه ګېډه د کافي، چایو یاهم د تازه جوسو د څښلو عادت لري، خو باید ووایم چې دغه ډول عادت د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي.

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې په تشه ګیډه د چایو او کافي څښل په بدن کې د تېزابیتو توازن خرابوي او په دې ډول سره د بدن اوبه کمښت مومي او ناروغي زېږوي.

دوی زیاتوي کله چې په تشه ګیډه کافي یا چای وڅښل شي نو له معدې څخه یو ډول هورمونونه یا کورټیسول افرازېږي، چې بیا د زړه د درزا، خپګان او د وېرې سبب کېږي.

له دې پرته په تشه ګیډه د کولا یا سړو مشروباتو د استعمال په اړه هم روغتیایي کارپوهانو خبرداری ور کړی او ویلي دي چې دغه مشروبات د ځیګر، تریخي او د خېټې کار ډېروي.

په دې سره غاښونه زیانمن کېږي او ترڅنګ نورې ډېرې طبي ستونزې هم زېږوي او په دې ډول سره امکان دې ولري چې مخکې له وخته د مړینې سبب هم وګرځي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …