کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پیښور زلمیو، کویټه ګلیډیترز لوبډلې ته په ۶۱ منډو ماتي ورکړه

پیښور زلمیو، کویټه ګلیډیترز لوبډلې ته په ۶۱ منډو ماتي ورکړه

پیښور زلمیو د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه او سیالي پخپل نوم کړه.

د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل ۶) په ۱۹مه لوبه کې کویټه ګلیډیټرز لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ اچونه پرېکړه وکړه.

پیښور زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۷ منډې وکړې او کویټې ته یې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې ډیویډ میلر ۷۳، کامران ۵۹ او رومن پاول ۴۳ منډې وکړې.

د کویټه ګلیډیټرز له لورې په توپ اچونه کې محمد نواز له نورو ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې محمد حسنین او حرم شهزاد د یوې ـ یوې ویکټې په ترلاسه کولو بریالي شول.

کویټه ګلیډیترز د ۱۹۸ منډو په تعقیب په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۶ منډې وکړې او ۶۱ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلې یې سرفراز احمد ۳۶، سیم ایوب ۳۵ او عثمان خان ۲۸ منډې وکړې.

د پیښور زلمي له لورې محمد عرفان ښه توپ اچونه وکړه او یو اور کې درې لوبغاړي وسوځول. همدغه راز عمید اصف او وهاب ریاض دوه ـ دوه او فیبان ایلن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې دواړو لوبډلو په دې سیالیو کې اوه ـ اوه کړي، خو پیښور زلمي لوبډله په دریم او کویټه ګلیډیترز په وروستي مقام کې ځای لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …