کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستاني ملا ۳ ښځې طلاقې کړې او یوې ماډرنې نجلۍ سره یې واده وکړ
پاکستانی ملا

پاکستاني ملا ۳ ښځې طلاقې کړې او یوې ماډرنې نجلۍ سره یې واده وکړ

په دې وروستیو کې د یو پاکستاني ملا او د هغه د ماډرنې ښځې عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې لاس په لاس شوې، چې خلکو پرې نیوکې هم وکړې.

دا پاکستانی ملا عامر خان نومېږي، پنځوس کاله عمر یې دی، چې په امریکا کې اوسېږي او پاکستان ته هم ځي راځي، نوې ښځه یې رابعه نومېږي، چې ۳۰ کاله عمر یې دی.

په یوه مرکه کې دغه ملا وايي، چې رابعه یې شاګرده وه، چې پرې مین شو او د هغې لپاره یې خپلې درې واړه ښځې طلاقې کړې او د رابعه سره یې د مینې واده وکړ.

دغه ملا وايي، چې مخکینۍ درې واړه ښځې یې هم په مینه کړې وې، خو کله چې په رابعه مین شو، نو د رابعه لپاره یې درې واړو ته طلاق ورکړ او کله چې یې رابعه ته د خپل زړه حال وویلو، نو هغه هم ورسره واده ته راضي شوه.

د دغه ملا نوې ښځه ډېره ماډرنه ده، چې ورسره ملا هم ډېر ماډرن شوی دی، دواړه نه یوازې دا چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال دي، بلکې په ټک ټاک کې دواړه ډېرې ویډیوګانې جوړوي او خپروي یې.

دغه ملا وايي، چې په لاهور کې یې چې کله په ښوونځي کې استادي پیل کړه، نو رابعه یې شاګرده وه، بیا پرې مین شو او د واده وړاندیز یې ورته وکړ. رابعه وايي، چې زه هم په دې ملا مینه شوم، ما د هیچا هم داسې ښه خاوند نه دی لیدلی او موږ دواړو د مینې واده کړی دی، چې اوس دواړه ډېر خوشحاله یو.

دا هم ولولئ

ویده سړی

هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي

یو سړی به نو تر څومره ډېر خوب وکړي؟ خو تاسې به د دې په …