کورپاڼه / خبرونه / د شکېب الحسن مېرمن د هغه په ملاتړ رامېدان ته شوه
شکېب الحسن او د هغه مېرمن

د شکېب الحسن مېرمن د هغه په ملاتړ رامېدان ته شوه

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکېب الحسن په ملاتړ یې مېرمن رامېدان ته شوې ده او ویلي یې دي، چې د هغه د خاوند پر وړاندې دا هر څه پلان شوي او داسې ښکاره شوی چې (بدمعاش) دی.

د یادولو ده چې شکېب الحسن د ډهاکه پریمئیر ډیویژن شل اوریز کرکټ لیګ په یوه لوبه کې خپله غصه کنټرول نه کړای شوه او د لوبڅار سره د شخړې تر څنګ یې ویکټې هم ټول وویشتې.

نوموړی چې د محمدن سپورټنګ کلب لوبډلمشر و، د اباهاني لیمیټیډ لوبډلې پر وړاندې لوبېده او مشفیق الرحیم ته یې توپ اچونه کوله، چې د ایل بي ډبلیو لپاره یې اپیل وکړ، خو لوبڅار اوټ ورنکړ.

د لوبڅار د اوټ نه ورکولو له امله نوموړی سخت غصه شو، لوبڅار سره یې شخړه وکړه او درې واړه ویکټې یې په ډېره غصه کې وغورځولې، چې د ویډیوګانو خپرېدو وروسته پرې سختې نیوکې وشوې.

خو د ۳۴ کلن شکېب الحسن ښځه اومي احمد ششیر د هغه په ملاتړ رامېدان ته شوې ده او وايي، چې رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې یوازې هغه څه وښودل شول، کوم چې شکېب وکړل، خو تر هغې مخکې څه شوي و، هغه هیچا هم ونه ښودل.

نوموړې وویل، چې د هغې د خاوند د بدنامولو لپاره پلان جوړ شوی و، چې رسنیو پکې هم برخه واخیسته، خو هلته چې چا لوبه کتله، هغوی په هر څه پوه دي. رسنیو زما خاوند د یو (بدمعاش) په توګه وړاندې کړ، چې دا یې ښه کار نه دی کړی.

د یادولو وړ ده چې شکېب الحسن وروسته په خپل دغه چلند باندې بخښنه هم وغوښته، خو په هغه باندې د ۳ لوبو بندېز هم ولګېد او ۵۰۰ زره بنګله دېشي روپۍ جریمه هم شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …