کورپاڼه / ارګ حکمتيار ته: د لنډمهاله حکومت طرحه دې ناچله ده

ارګ حکمتيار ته: د لنډمهاله حکومت طرحه دې ناچله ده

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): ارګ د ګلبدين حکمتيار هغه خبرو ته غبرګون ښکاره کړی دی، چې ويلي يې و لنډمهاله حکومت دې رامنځ ته شي.

د ولسمشر غني وياند صديق صديقي د ګلبدين حکمتيار د خبرو په غبرګون کې ويلي دي، چې موږ نه پوهېږو حکمتيار ولې داسې څرګندونې کوي چې هېڅ افغان يې بېخي نه غواړي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې د حکمتيار د لنډمهاله حکومت جوړولو طرحه ۱۹ کاله پخوانۍ او زړه ده چې په اوس وخت کې هېڅ نه چلېږي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې د لنډمهاله حکومت جوړولو ته هېڅ اړتيا نشته او هر څوک چې دغه غوښتنه کوي، د هغه شخصي نظر دی.

د يادولو ده چې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د لنډمهاله حکومت جوړولو پرته بله لار نشته. هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د ولسمشريزې ټاکنې لومړنۍ پايلې هېڅ ګټونکی نه لري او دويم ځل ټاکنې دې د يوه لنډمهاله حکومت په سرپرستۍ کې ترسره شي.

نوموړي همدا راز په ټاکنو سختې نيوکې هم وکړې او وې ويل چې ۴۴ سلنه رايې يې تقلبي دي.

همدا راز تر دې مخکې د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوی د ټاکنو بيا شمېرنه نه مني او دا د قانون خلاف کار دی، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د دوی هره کړنه د قانون سره سمه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سټرابري

د ځمکي توتانو (توت زمیني) حیرانوونکې روغتیایې ګټې

په ټوله نړۍ کې د زړه د ناروغیو په سبب د انسان ژوند له ګواښ …