کورپاڼه / جالب / د ویښ پاتې کیدو لپاره د چایو او کافي پرځای د بریښنا له ټکان څخه ګټه پورته کړئ

د ویښ پاتې کیدو لپاره د چایو او کافي پرځای د بریښنا له ټکان څخه ګټه پورته کړئ

د شپې وخت دی، ډېر د ستړیا احساس کوئ او خوب هم درځي خو اړین کارونه درته پاتې دي نو په کار ده چې شپه په ویښه تېره کړئ او کار مو پای ته ورسوئ، نو په داسې حالاتو کې به څه کوئ؟

په داسې حالاتو کې ډېر شمېر خلک له چایو او کافي څخه ګټه اخلي، ځکه چې په دې ډول سره ویښ پاتې کېږي او کافین یې ستړیا ختموي، خو د عصبي ناروغیو متخصیص وایي چې د بریښنا یوه معمولي جټکه هماغه اغېز لري لکه چای او کافي یې چې لري.

په امریکا کې پر څلویښتو رضاکارو کسانو له تجربو معلومه شوه که چېرته ویګس اعصابو ته یوازې تر دوو دقیقو پورې د لږ ولټیج او پنځه ویشت فریکونسي لرونکي بې ضرره د بریښنا ټکان ورکړل شي نو ستړیا او خوب ختموي.

د یادولو وړ ده چې ویګس اعصاب زموږ له دماغو تر خېټې پورې غځیدلي وي، خو ترڅنګ یې زموږ د دماغو له برخو سره اړیکه لري او زموږ د زده کړې له وړتیا او تمرکز کې مهم رول لوبوي.

د تجربو له مخې ویل کېږي چې د بریښنا د ټکان په سبب ځینې جانبي عوارض هم رامنځته کېږي خو دا منفي اغېزې د چایو او کافي له منفي اغېزو څخه ډېرې کمې وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …