کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: په خندوونکې ګاز سره د شدید ژور خپګان درملنه هم کېږي

څېړنه: په خندوونکې ګاز سره د شدید ژور خپګان درملنه هم کېږي

په امریکا کې د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې نایټرس اکساید یعنې د خندوونکې ګاز په بویولو سره د ژور خپګان د هغه ناروغانو درملنه کیدلی شي، چې درملو ورته ګټه نه وي رسولی.

په دې څېړنه کې څلرویشت هغه کسان تر څېړنې لاندې نېول شوي ول، چې د ژور خپګان درملو ورته ګټه نه وه کړې او دا ناروغان یې په دریو برخو ویشلي ول، چې دوو ته یې په ترتیب سره پنځوس سلنه او پنځه ویشت سلنه د نایټرس اکساید هوا او دریمې ډلې ته د نایټرس اکساید په نوم تر یو ساعته پورې بې ضرره ګاز ور بوی کړ.

دا کړنه یې یوازې یو ځل ترسره کړه او د دیرش ورځو په وقفې یې تر دریو میاشتو پورې تکراره کړه او له تجربو معلومه شوه چې پنځوس سلنه او پنځه ویشت سلنه نایټرس اکساید بویونکو ته یې یو ډول ګټه وکړه.

همدغه ډول یوه څېړنه چې په ۲۰۱۵ کال هم ترسره شوې وه او پنځوس سلنه کسانو ته د خندوونکې ګاز په ورکولو سره یې مثبتې ګټې کړې وه خو ځینو بیا د زړه بدوالي او سرګرځیدو ستونزې هم لرلې.

که څه هم دغه څېړنه په لږې پیمانې سره ترسره شوې، خو پایلې یې حیرانوونکې وې او پنځه ویشت سلنو ګازو هم هماغه ګټه وکړه کومه چې پنځوس سلنو ورکړې وه.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …