کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان کورنی کرکټ عملاً سقوط شوی دی
د افغانستان کورنی کرکټ

د افغانستان کورنی کرکټ عملاً سقوط شوی دی

په هر هېواد کې د کورني کرکټ سیالۍ د دغه هېواد د ملا د تیر حېثیت لري، چې په دغه سیالیو کې د ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي فلټر کېږي او بیا ملي لوبډلې ته لار پېدا کوي، همدا راز که د کومو لوبغاړو پرفارمنس ښه نه وي، هم په همدغه سیالیو کې بېرته پرفارمنس پېدا کوي.

د کرکټ په کورنیو سیالیو کې د کلب کچې څخه نیولې بیا د فرسټ کلاس سیالیو پورې ټولې شاملې دي، دا ټولې سیالۍ اړینې او مهمې دي، خو یوازې شل اوریزه (شپږیزه کرکټ لیګ)، یو ورځنۍ لېسټ اې سیالۍ (غازي امان الله خان جان) او څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبې (احمد شاه ابدالي) هغه سیالۍ دي، چې ریکارډ یې ثبت وي او لوبغاړي یې ملي لوبډلو ته لار پېدا کوي.

خو فرسټ کلاس سیالۍ تېر ۲۰۲۰ کال کې هم نه دي ترسره شوي او سږکال ۲۰۲۱ کې هم د دې سیالیو هېڅ درک نشته، لېسټ اې سیالۍ بیا د جون په میاشت کې پلان شوې وې، چې تراوسه پورې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د شپږیزې کرکټ لیګ په اړه په خپله کرکټ بورډ اعلان کړی دی، چې دا سیالۍ یې ځنډولي دي.

خو که چېرته د ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش او د نړیوال کرکټ لیګونو ته وګورو، نو د دې سیالیو ترسره کېدل ډېر ګران ښکاره کېږي، ښايي کرکټ بورډ داسې وخت پېدا نه کړای شي چې دا سیالۍ ترسره کړي.

دا هغه سیالۍ دي چې افغانستان ته یې په تېرو کلونو کې د دولت ځدراڼ، میروېس اشرف، راشد خان، حضرت الله ځاځي، دروېش رسولي، احسان الله جنت، ابراهیم ځدراڼ، قېس احمد، رحمان الله ګربز، ضیا شریفي، بهیر محبوب، منیر احمد کاکړ او نور ډېر لوبغاړي ورکړي دي، چې ځینې یې ان اوس د نړۍ په کچه مخکښ ستوري دي.

که وګورو د یادو لیګونو په نه ترسره کېدو سره د افغانستان کورنی کرکټ له سقوط سره مخ شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې په کورني کرکټ کې تر لسو زیات کسان دنده ترسره کوي او ټول یوازې دې ته په تمه ناست دي، چې د مشرانو له خوا ورته د یادو سیالیو د ترسره کېدو امر وشي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …