کورپاڼه / بېلا بېل / درې کاله مخکې د واده هلک و، اوس به ناوې وي، د یو نارینه څخه ښځينه ته د بدلون کیسه
جیک، هاروي او راینا

درې کاله مخکې د واده هلک و، اوس به ناوې وي، د یو نارینه څخه ښځينه ته د بدلون کیسه

نن سبا د ودونو کیسې د پخوا په پرتله ډېرې بدلې شوې دي، که د پخوا په څېر هلک له نجلۍ سره واده کوي، خو په نړۍ کې د هلک له هلک او د نجلۍ له نجلۍ سره واده هم ډېر شوی دی، ځینې خلک بیا داسې هم شته چې د عمر په وروستي وخت کې ودونه کوي، خو اوس درسره د یو داسې کس کیسه شریکوو، چې درې کاله مخکې د واده هلک و او له یوې نجلۍ سره یې واده کړی و، خو اوس ناوې جوړېدونکې ده.

۳۳ کلن جیک او ۳۰ کلنې هاروي په ۲۰۱۸ کال کې د مینې واده کړی و، خو له واده وروسته هاروي ته معلومه شوه، چې د جیک دننه یو هلک نه بلکې یوه نجلۍ پټه ده، خو هغه د خپل خاوند د پرېښودو پر ځای د هغې د مرستې پرېکړه وکړه، چې اوس دواړه یو ځل بیا د واده تابیا لري.

جیک او هاروي په ۲۰۰۷ کال کې په یوه انلاین وېبپاڼه کې له یو بل سره لیدلي و، په ۲۰۱۰ کال کې د دواړو ترمنځ مینه پېدا شوه، وروسته بیا په ۲۰۱۸ کال کې دواړو واده وکړ، چې په واده کې یې یوازې ۳۰ کسانو ګډون کړی و، خو دوه میاشتې وروسته هاروي ته معلومه شوه، چې د هغې خاوند خو په اصل کې نرښځی دی.

د جیک مېرمن هاروي وايي، چې د هغې خاوند په ۱۱ کلنۍ کې غوښتل چې نجلۍ شي، خو هغه پېسې نه درلودې او د خلکو له ویرې يې دا کار نه شو کولی، کله چې ماته دا معلومات وشو، نو ما په هغه ۴۵ زره پاونډه مصرف کړل او د عملیاتو په مرسته له نارینه څخه ښځینه شو. هغه وايي، کله چې په لومړي ځل زما پخواني خاوند د ښځو جامې واغوستلې او ما ورته مېکپ وکړ، نو د جیک څخه په راینا جوړېدو هغه ډېر خوشحاله او ازاد احساس وکړ.

هاروي او راینا

هاروي اوس له راینا (پخواني جیک) سره د دویم ځل لپاره واده کوي. هغه ډېره خوشحاله ده او وايي چې دا ځل به موږ دواړو د واده توره جوړه اغوستي وي او موږ دواړه به ناویانې یو. هغه وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلکو هم ملاتړ کړی دی او له راینا سره په ګډ ژوند تېرولو ډېره خوشحاله ده.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …