کورپاڼه / جالب / هغه خوش قسمته شخص چې د نهنګ له خولې ژوندی وتلی

هغه خوش قسمته شخص چې د نهنګ له خولې ژوندی وتلی

د امریکا د میساچوسټس په ایالت کې د سمندر پر غاړه یو لامبوزن د نهنګ ماهي د حملې لاندې راغی، خو له نېکه بخته چې روغ جوړ ترې ووت.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د نهنګ ماهي دغه لامبوزن خپل خوراک وګاڼه، حمله یې پرې ور وړه او روغ یې تېر کړ خو له لږ ځنډ وروسته یې د کیپډ کوسټ پر ساحل له خولې وغورځاوه.

دغه شخص د مایکل پیکارډ په نوم سره یادېږي او څلویښت ثانیې یې د نهنګ په خېټه کې تېرې کړې وې.

پیکارډ وایي چې په پیل کې یې داسې حس کړه لکه شارک چې پرې حمله کړي وي، خو بیا یې حس کړه چې زخمي شوی نه دی او نه د کوم درد یا تکلیف احساس کوي.

نوموړی وایي چې له هغې وروسته پوه شو چې د نهنګ په خوله کې دی، هڅه یې کوله چې د اکسیجن ډبه ولټوي ترڅو یې ساه بنده نه شي خو نهنګ بیا بل څه غوښتل او څو ثانیې وروسته یې پر ساحل وغورځاوه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …