کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک غواړي چې د خبرونو لپاره یو نوی پلیټ فارم رامنځته کړي

فیسبوک غواړي چې د خبرونو لپاره یو نوی پلیټ فارم رامنځته کړي

د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې له پای ته رسېدلو څخه وړاندې فیسبوک د هغه کسانو لپاره د یو نوي پلیټ فارم د وړاندې کولو تیاری کوي چې خبرونه یې خوښېږي.

د سعودي عربستان د سیدیتي مجلې د راپور له مخې ویل کېږي چې فیسبوک واضح کړې چې له وړیا او پرته له څه ترلاسه کولو یو نوی پلیټ فارم رامنځته کوي.

له پرته شرکت په ابتدایي ډول د خپلو کاروونکو د خوښې خبرونو په ځینو اړخونو تمرکز کوي د بېلګې په توګه لوبې، فیشن، د چاپیریال اړوند، روغتیا او نور. دغه پلیټ فارم به له فیسبوک بېل په ځانګړي لینک سره پرانیستل کېږي.

په دې اړه راپورونه وایي چې دغه پرېکړه دوه برخې لري، لومړی دا چې شرکت هیله لري چې دغه پلیټ فارم د یو خپلوان برانډ په توګه جوړ کړي، دویم دا چې په ځانګړي توګه د لیکوالانو او خپرندویو لپاره به ایپلاو ګوګل ایپ سټور به د کمیشن له اخیستلو ډډه کوي.

د فیسبوک د اعلان له مخې ویل کېږي چې شرکت به یې د ژورنالیزم د پلان له مخې سیمه ییز خبرونه هم ور پکې شامل کړي. نو که چېرته ددې پلیټ فارم لاندې له خبرونو یا لیکوال سره اړیکې نیول غواړئ نو پخپل انباکس کې په منظم ډول سره د موادو د ترلاسه کولو لپاره یې سبسکرایب یې کړئ.

دا پلیټ فارم د ټولنیزو رسنبو په مرسته کار نه کوي یوازې به په لینک کلیک کوئ، یوه ځانګړې وینډو به پرانیستل کېږي او هلته به خبرونه لولئ یا به یې تعقیبوئ.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …