کورپاڼه / خبرونه / بین ډنک: خوش قسمته یو چې راشد خان له موږ سره لوبېږي

بین ډنک: خوش قسمته یو چې راشد خان له موږ سره لوبېږي

د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) د لاهور قلندرز لوبډلې استرالیایي لوبغاړی بین ډنک وایي چې لوبډله یې ډېره ښه لوبېږي، په تېر پړاو کې هم جام پورته کولو ته نږدې وه او دا ځل به نور پرمختګ وکړي.

بین ډنک له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د راشد خان هم ډېره زیاته ستاینه وکړه او و یې ویل چې راشد د ټاپ کلاس توپ اچونکی دی.

نوموړي زیاته کړه چې راشد خان له ډېرو لوبډلو سره لوبېدلی لوبغاړی دی، موږ سره په لوبډله کې ګټور تمامېږي او خوش قسمته یو چې راشد خان له موږ سره لوبېږي.

همدغه راز بین ډنک دا هم وویل چې هر لوبغاړی په لوبه کې خپل رول لوبوي او دی هم هڅه کوي چې په د لوبډلې په ګټه کې برخه واخلي.

د یادولو وړ ده چې بین ډنک په ابوظبۍ کې د پاکستان د تجارتي لیګ د شپږم پړاو د پاتې سیالیو له پیل وړاندې زخمی شوی و، خو بیاهم په تېرو دواړو لوبو کې یې برخه واخیستله.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …