کورپاڼه / خبرونه / حسن علي، پي ایس ایل پرېښود؛ وایي کورني مصروفیتونه لرم هغه له کرکټ غوره دي

حسن علي، پي ایس ایل پرېښود؛ وایي کورني مصروفیتونه لرم هغه له کرکټ غوره دي

د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) د اسلام آباد یونایټډ لوبډلې چټک توپ اچونکې د کورنیو مصروفیتونو په سبب یاد لیګ پرېښود او پاتې لوبې نه کوي.

حسن علي چې د پي ایس ایل د شپږم پړاو په پاتې لوبو کې یې یوازې دوه لوبې ترسره کړې او په دواړو لوبو کې چې د لاهور قلندرز او کویټه ګلیډیترز پر وړاندې وې، دوه ـ دوه ویکټې هم ترلاسه کړې خو په نورو لوبو کې به ونه لوبېږي.

د اسلام آباد یونایټډ لوبډلې له لورې ویل شوي چې حسن علي د کورنیو مصروفیتونو په سبب لیګ پرېښود او له ابوظبۍ څخه خپل هیواد ته ستون شو.

په دې اړه حسن علي وایي چې:(( د ځینو اړینو کارونو لپاره مې پي ایس ایل پرېښود، ځکه چې ځینې شیان له کرکټ غوره وي او کورنۍ بیا له هرڅه غوره ده.))

نوموړی د اسلام آباد یونایټډ د لوبډلې له ادارې څخه مننه کړې او ویلي دي چې له ادارې ډېره مننه کوي چې په حالت یې پوه شو او اجازه یې ورکړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …