خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکی لوبغاړی محمد نبي د نړيوالو شل اوريزو الرونډرانو په لړ کې يو ځل بيا د نړۍ غوره الراونډر شو.
محمد نبي د روان کال سپتمبر مياشت کې د شل اوريزو لوبو په لړ کې دريم غوره الراونډر و، چې د کرکټ نړيوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې يې يو ځل بيا لومړی مقام خپل کړ. هغه ۳۳۹ نومرې لري.
د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو الراونډرانو په نوې درجه بندۍ کې د دویمه درجه لوبډلو ډېری لوبغاړو هم ځای پېدا کړی دی، چې د ۲۰۲۰ نړيوال شل اوريز جام غوراوي لوبو کې ښه ځلېدلي دي.
د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو د الراونډرانو په لړ کې تر محمد نبي وروسته د اسټراليا ګلين ميکسويل، د سکاټلېنډ ريچارډ بيرينګټون او د بنګله دېش محمودالله راغلي دي.
په دغه درجه بندۍ کې په پنځم مقام د زمبابوې سین ويليمس، په شپږم مقام د عمان ذيشان مقصود، په اووم مقام د ايرلېنډ کيوين اوبراين، په اتم مقام د کينيا کولينس اوبيا، په نهم مقام د سويلي افريقا جی پي ډوميني او په لسم مقام د ايرلېنډ پال سټرلنګ راغلي دي.
د يادولو ده چې د شل اوريزو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په لومړي مقام دی، همدا راز مجيب الرحمان بيا په ۸م مقام باندې ځای لري.
د شل اوريزو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې بيا يوازې حضرت الله ځاځي په لس غوره توپوهونکو کې خپل ځای پېدا کړی دی چې هغه په ۶م مقام باندې ځای لري.