کورپاڼه / جالب / هغه انجلۍ چې لس کاله یې د خپلې مینې لپاره په یوه کوټه کې تېر کړل خو څوک پرې خبر هم نه شول

هغه انجلۍ چې لس کاله یې د خپلې مینې لپاره په یوه کوټه کې تېر کړل خو څوک پرې خبر هم نه شول

د پاکستان د کیراله د سیمې په یو کلي یوه ډېره عجیبه پېښه رامنځته شوې، هغه دا چې یوه انجلۍ له لسو کلونو راهیسې د خپل ګاونډي په کور اوسیده خو په اړه یې هیچا هم معلومات نه لرل. حتی تر دې چې د کور اوسیدونکې هم نه پوهېدل چې په کور کې د سجیتا په نوم یوه انجلۍ هم شته.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې سجیتا لس کاله په یوه کوټه کې ددې لپاره د ګمنامۍ ژوند وکړ، چې پخپل ګاونډي رحمان مئینه وه، چې د همدې مینې د ترلاسه کولو لپاره یې په پټه کور پرېښود او د رحمان په کور کې اوسیده.

راپور زیاتوي چې رحمان له دریو میاشتو راهیسې له خپل کور څخه ورک شوی و، چې بیا یې کورنۍ پولیسو ته خبر ورکړ خو هیڅ نښه، نښانه یې ونه موندله. خو څو ورځې وروسته په ناڅاپي ډول په نږدې کلي کې لیدل شوی و او پولیسو نېولی و.

کله چې پولیسو ورڅخه پوښتنې وکړې نو رحمان ورته په ځواب کې وویل چې سنجیتا د ۲۰۱۰ کال له فبرورۍ د دوی کور ته راغلې وه، هره ورځ به یې ورته ډوډۍ ور وړله او کله چې به کوټې ته تله نو دروازه به یې په ځان پسې بندوله، څوک به یې کوټې ته نه پرېښوده او په دې ډوله یې له خلکو پټه ساتلې وه.

خو کله چې یې لږې پیسې پیدا کړې، نو پرته له څه ویلو یې کور پرېښود او له سنجیتا سره یې یوه نوې دنیا جوړه کړه. پولیس وایي چې دوی ځکه داسې وکړل ترڅو د مینې ترمنځ څوک خنډ واقع نه شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …