کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلینډ په دویمه ټیسټ لوبه کې انګلستان مات کړ

نیوزیلینډ په دویمه ټیسټ لوبه کې انګلستان مات کړ

نیوزیلینډ په دویمه ټیسټ لوبه کې انګلستان ته ماتي ورکړه او په دې سره یې لوبلړۍ پخپل نوم کړه.

دغه لوبلړۍ چې دوه لوبې چې له مخې یې دوه لوبې ترسره شوې او لومړنۍ لوبه یې بې پایلې پای ته رسېدلې وه، په دویمه لوبه کې نیوزیلینډۍ لوبډله د کپتان کین ویلمسن په نه شتون کې میدان ته ښکته شوه.

دا لوبه چې د انګلستان په کوربتوب په برمنګم کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، انګستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۸ منډې وکړئ، خو نیوزیلینډ یې په ځواب کې ۳۸۸ منډې جوړې کړې.

انګلستان په دویمه پاڼۍ کې د نیوزیلینډ د توپ اچونه پر وړاندې تر ډېره ونه درېدله او ټوله لوبډله یې په ۱۲۲ منډو وسوځیده او نیوزیلینډ ته یوازې د ۳۸ منډو هدف وټاکه.

نیوزیلینډ د ۳۸ منډو هدف د دوه لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او په دې سره یې د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د ۱-۰ په وړاندې پخپل نوم کړه او میټ هینري چې ښه توپ اچونه یې کړې وه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …