کورپاڼه / جالب / په هند کې یو فیل د واده ټول مراسم ګډوډ کړل

په هند کې یو فیل د واده ټول مراسم ګډوډ کړل

په هند کې کله چې ودونه کېږي نو په مراسمو، په ځانګړي توګه په وراګانو کې یې د آسونو او فیلانو استعمال عام ګڼل کېږي خو که چېرته په همدې مراسمو کې کوم فیل په غوسه شي، نو ټول مراسم ګډوډوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد په اتر پردیش ایالت کې یو غوسه ناک فیل د واده ټول مراسم ګډوډ کړل او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

راپورونه وایي چې د واده هلک آنند ترپاټي او وراباڼې په فیل او آسونو د واده مراسمو ته ورسېدل، خو هلته د پټاکیو آوازونو فیل غوسه کړ.

راپور زیاتوي چې د واده زلمی لا له آس څخه نه و ښکته شوی، چې فیل ټول مراسم ګډوډ کړل او هلته یې چې د واده لپاره نیول شوې تیارنې خرابې کړې او څلور موټرې یې په بل مخ واړولې.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې فیل موټرې په بل مخ اړوي او د واده د زلمي په ګډون ټول میلمانه او وراباڼي له مراسمو تښتي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …