کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسلام آباد یونایټډ د لاهور قلندرز لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه

اسلام آباد یونایټډ د لاهور قلندرز لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه

د اسلام آباد یونایټډ لوبډلې د اصف علي او افتخار احمد د ښې توپ وهنې پر مټ لاهور قلندرز لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) په ۲۰مه لوبه کې چې د شیخ زائد په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه د اسلام آباد یونایټډ لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

اسلام آباد په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې اصف علي ۷۵ او افتخار احمد ۴۹ منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له لورې راشید خان ښه توپ اچونه ونه کړه او په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې، خو جیمس فولکنر بیا ښه وځلید او درې لوبغاړي وسوځول. همدغه راز شاهین اپریدي او حارث رووف بیا دوه ـ دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې دواړو لوبډلو شپږ ـ شپږ لوبې ترسره کړې، چې لاهور قلندرز د پنځو لوبو په ګټلو لومړی او اسلام یونایټډ د څلورو لوبو په ګټلو دویم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …