کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فیسبوک ځیرک ساعت د تیاري په مراحلو کې دی

د فیسبوک ځیرک ساعت د تیاري په مراحلو کې دی

فیسبوک چې په نړیوال کچه د ټولنیزو رسنیو ترټولو لویه ویبپاڼه او ترټولو ډېر کاروونکې لري، اوسمهال یې د ځیرک ساعت په جوړولو کار پیل کړی، چې د (Augmented Reality) د پروژې لاندې به کار وکړي.

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ساعت به د ۲۰۲۲ کال په منځ کې د خرڅلاو لپاره وړاندې چې د بې شمېره کامرو ځانګړتیاوې به هم ولري.

د فیسبوک د اجراییوي رییس د وینا له مخې ویل کېږي چې ځیرک ساعت یې د تیاري په لومړیو مرحلو کې دي او اوسمهال نه شي کولی چې د عامو خلکو لپاره یې وړاندې کړي.

دی وایي چې موږ له حدودو آزادېدل غواړو او هدف مو دادی چې په همدې ډول په ټیکنالوژۍ کې پانګونه وکړو، یوازې څېړنه د مصنوعاتو د زیاتېدو سبب نه کېږي.

د ځیرک ساعت د تیاري په اړه د امریکا د ټیکنالوژۍ ویبپاڼه (verge) د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې په دې ساعت کې دوه کامرې نصب شوي چې د انستاګرام ترڅنګ به د فیسبوک سره هم نښتی وي او د کامرو په مرسته اخیستل شوې عکسونه به پر فیسبوک او انستاګرام هم پوسټ کېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …