کورپاڼه / هنر او کلتور / د ګل پاڼې د مېړه (خاوند) عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی
د ګل پاڼې د خاوند عکس

د ګل پاڼې د مېړه (خاوند) عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې د نکاح په اړه له تېرو څو ورځو راهیسې خبرونه خپرېږي، چې اوس یې د مېړه یا خاوند عکس هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس لاس په لاس کېږي، چې د ګل پاڼې پلار او د خېبر پښتونخوا یو سیاستوال ارباب خضر حیات هم پکې لیدل کېږي او یو بل ځوان هم پکې لیدل کېږي، چې ویل کېږي د ګل پاڼې خاوند دی.

دا ځوان چې نوم یې (رشید ځدراڼ) ښودل شوی دی، د ګل پاڼې د پلار او د ارباب خضر حیات په منځ کې ناست دی او د ګلونو یو امېل یې هم په غاړه کې لیدل کېږي، داسې ښکاري چې دا عکس د نکاح په ورځ باندې اخیستل شوی دی.


د یادولو وړ ده چې تراوسه پورې ګل پاڼې د خپلې نکاح یا واده خبره نه ده منلې، خو هغې ته نږدې کسانو بیا ځینو رسنیو ته دا منلې ده، چې ګل پاڼې په پټه دا نکاح کړې ده، چې ډېرو کمو کسانو پکې ګډون کړی و.

د یادولو وړ ده چې دا خبر لومړی مشهورې اداکارې نجیبه فېض په ټولنیزو رسنیو کې له خلکو سره شریک کړی و، هغې د ټک ټاک په یوه لایف ویډیو کې ویلي و، چې ګل پاڼې له یو افغان ځوان سره نکاح کړې ده.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …