کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان نن ونه ځلېده، اسلام اباد له لاهور نه خپل بدل واخیست
راشد خان، لاهور قلندرز

راشد خان نن ونه ځلېده، اسلام اباد له لاهور نه خپل بدل واخیست

د اسلام اباد او لاهور ترمنځ په نننۍ لوبه کې اسلام اباد له لاهور څخه خپل بدل واخیست او لوبه یې ترې وګټله، همدا راز راشد خان هم په نننۍ لوبه کې ونه ځلېده.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۲۰مه لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اسلام اباد د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې اصف علي ۷۵ او افتخار احمد ۴۹ منډې کړې. د لاهور قلندرز له خوا جیمس فولکنر ۳، شاهین شاه اپریدي او حارث روف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. راشد خان په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

د ۱۵۳ منډو هدف په تعقیب د لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې، چې د ۲۸ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا فخر زمان ۴۴ او سهیل اختر ۳۴ منډې وکړې، راشد خان په ۷ توپونو ۴ منډې ترلاسه کړې. د اسلام اباد له خوا محمد موسی ۳، فواد احمد او شاداب خان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اصف علي ته ورکړل شوه. اسلام اباد یونایټیډ د نننۍ بریا سره ۱۰ نومرې ترلاسه کړې، چې د لاهور قلندرز څخه مخکې او په جدول کې لومړۍ لوبډله شوه، لاهور قلندرز هم ۱۰ نومرې لري.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د لاهور قلندرز په دواړو لوبو کې راشد خان ډېر ښه ځلېدلی و او په دواړو لوبو کې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړې وې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …