کورپاڼه / خپلواک / محمد شهزاد او ظاهر خان په ټي ټين سياليو کې د ګډون لپاره لاړل
ظاهر خان او محمد شهزاد

محمد شهزاد او ظاهر خان په ټي ټين سياليو کې د ګډون لپاره لاړل

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): د افغان لوبډلې ويکټ ساتونکی او توپوهونکی محمد شهزاد او چينامېن توپ اچونکی ظاهر خان په لس اوريزه سياليو کې د ګډون په موخه دوبۍ ته لاړل.

محمد شهزاد او ظاهر خان په ټي ټین يا لس اوريزه ليګ کې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي. ظاهر خان په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې د ټي ټين تجارتي ليګ لپاره د دوبۍ په لور راسره شهزاد محمدي چې په پوره چمتوالي سره د ټي ټين ليګ په ډيکن ګليډيټرز لوبډله کې يو ځای لوبېږو او د ګران هېواد استازولي کوو.

د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ چې د نومبر له ۱۵مې نېټې بيا تر ۲۴مې نېټې پورې د ابوظهبۍ په شېخ زيد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، يو شمېر افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.

په دغه سياليو کې اته لوبډلې (ټيم ابوظهبي، مراټا عربينز، بنګله ټايګرز، ډيکن ګليډيټرز، قلندرز، ډيلي بولز، ناردرن واريرز او کرناټکه ټوسکرز) ګډون لري.

له محمد شهزاد او ظاهر خان پرته حضرت الله ځاځی د مراټا عربينز لوبډلې لپاره لوبېږي، قېس احمد د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره لوبېږي، محمد نبي د ډيلي بولز لوبډلې لپاره لوبېږي، شاپور ځدراڼ او شفيق الله شفق د کرناټکه ټوسکرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

د لس اوريزه ليګ د دريم پړاو لپاره ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي، چې په اې ګروپ کې بنګله ټايګرز، ډیکن ګليډيټرز، ډيلي بولز او کرناټکه ټوسکرز لوبډلې شاملې دي، همدا راز په بي ګروپ کې د مراټا عربينز، ناردرن واريرز، قلندرز او ټيم ابوظهبۍ لوبډلې شاملې دي.

د يادولو ده چې په ۲۰۱۷ کال کې لس اوريزه ليګ د کيراله کنګز لوبډلې ګټلی و او په ۲۰۱۸ کې بيا په لس اوريزه ليګ کې د ناردرن واريرز لوبډلې اتلولي خپله کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …