کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو لویه کورنۍ؛ د کور مصارف یې په چنده پوره کېږي

د نړۍ ترټولو لویه کورنۍ؛ د کور مصارف یې په چنده پوره کېږي

د نړۍ د لویې کورنۍ مشر هندوستانی شخص ومړ، دغه شخص چې زیونا چانا نومېږي، د اته دیرشو میرمنو او د نهه اتیا اولادونه پلار و. د زیونا چانا په اړه ویل کېږي چې کورنۍ د نړۍ ترټولو لویه کورنۍ ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې زیونا چانا د هند د میزو رام ایالت اوسیدونکې و او راپورونه ادعا لري چې د زیونا چانا د کورنۍ په سبب دې ایالت ته سیاحت کوونکې ډېر راتلل.

زیونا چانا د یوې داسې مذهبي ډلې مشر و چې له یو څخه د ډېر ودونو طرفداري یې کوله او د چانا له مذهبي ډلې سره له څلور سوو څخه ډېرې کورنۍ تړلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې زیونا چانا د ۱۹۵۴ کال د جولایۍ په ۲۱ وزېږید او لومړنی واده یې په اولس کلنۍ کې له یوې داسې انجلۍ سره وکړ چې درې کاله ترې مشره وه. کور یې په میزو رام کې دی او په کور کې یې له سلو ډېرې کوټې دي.

راپور وایي چې د زیونا چانا اولادونه او میرمنې یې په بېلو، بېلو کوټو کې اوسېږي، خو ټول یو پخلنځی استعمالوي او د کور مصارف یې د کاروبار پرته په چنده چلېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …