کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / مایکرو سافټ وایي چې وینډوز ۱۰ ختموي او نوی اپریټینګ سیستم یې رامنځته کړی

مایکرو سافټ وایي چې وینډوز ۱۰ ختموي او نوی اپریټینګ سیستم یې رامنځته کړی

د کمپیوټر لپاره د اپریټینګ سیستم یا وینډوز جوړونکې شرکت مایکرو سافټ اعلان کړی چې دوی د کمپیوټر لپاره نوې وینډوز وړاندې کوي، چې ممکن د وینډوز ۱۱ نوم ولري.

مایکرو سافټ پخپل اعلان کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه د وینډوز ۱۰ لپاره سپورټ ختم کړي.

یاد شرکت پخپله ویبپاڼه اعلان کړی چې وینډو ۱۰ هوم او پرو د ژوند وروستۍ شېبې دي، یعنې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۴ وروسته به د وینډوز ۱۰ لپاره د سپورټ، اپډیټس او د خوندیتوب لړۍ ختمه کړي.

کله چې یو شرکت د کوم اپریټینګ سیستم لپاره د ژوند د پای ته رسېدو اعلان کوي، نو موخه یې دا وي چې له ټاکل شوي تاریخ وروسته یې یاد سیستم له منځه ځي او ددې اعلان مطلب دا هم دی چې کاروونکې د نوي اپریټینګ سیستم پر لور متوجې کړي.

خو د مایکرو سافټ له لورې تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې نوی وینډوز سیستم یې کوم نوم لري، خو اشاره یې کړې چې دا به وینډوز ۱۱ وي او د جون په ۲۴ نیټه به د مراسم په لړ کې وړاندې شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …