کورپاڼه / جالب / ساینسپوهان وایي چې د کورونا وایروس لپاره یې الارم جوړ کړی

ساینسپوهان وایي چې د کورونا وایروس لپاره یې الارم جوړ کړی

د بریتانیې ساینسپوهانو ادعا کړې چې د کوویډ یا د کورونا وایروس لپاره یې الارم جوړ کړی.

له لندن څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه الارم په چت کې لګول کېږي او په کوټه کې په پنځلس دقیقو کې د کورونا شتون په ګوته کوي او خبر به ورکوي.

راپورونه زیاتوي چې ددې الارم نتیجه یا پایله له اته نوي سلنو څخه تر سل سلنو پورې سمه راوځي. دغه الارم د حفظ الصحې او استوایي درملو ښوونځي او د ډرهم پوهنتون لخوا جوړ شوی.

څېړونکې وایي چې د الارم په اړه یې ادعا په لومړیو مرحلو کې ده او د زیاتو څېړنو لپاره به نورې تجربې هم وکړي، ترڅو پایلې یې سمې راووځي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دا الارم په الوتکو، په ټولګیو او په کورونو کې دننه به نصب شي او د وایروس په شتون کې به تر کمپیوټر یا موبایل پورې خبر ولېږدوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …