کورپاڼه / هنر او کلتور / میر خان د عبدالله مقري د مړینې خبر رد کړ
عبدالله مقري

میر خان د عبدالله مقري د مړینې خبر رد کړ

مشهور ځوان سندرغاړي میر خان د هېواد د نومیالي او نوموتي هنرمند عبدالله مقري د مړینې خبرونه رد کړل او وې ویل چې هغه په وینټيلاټور باندې دی.

عبدالله مقري چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کورونا ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی، نن سهار یې د مړینه خبرونه خپاره شول.

د هېواد ټولو مشهورو رسنیو او همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځینو مهمو کسانو، د شفیق مرید په ګډون ځینو سندرغاړو هم د عبدالله مقري د مړینې خبرونه خپاره کړي و، چې وروسته یې بیا بېرته ړنګ کړل.

اوس تازه میر خان په خپله فېسبوکپاڼه کې په دې اړه پوسټ کړی دی او د عبدالله مقري د مړینې خبرونه یې ناسم بللي دي او له خلکو څخه یې د دعا غوښتنه کړې ده.

میر خان د عبدالله مقري په اړه

میر خان لیکي: ((مقری صاحب په ICU کې په ونټیلېټر دی، د مړینې خبرونه یې ناسم دي، د دعاو په هیله.))

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …