کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ملتان سلطانز، پیښور زلمیو ته په اتو ویکټو ماتي ورکړه

ملتان سلطانز، پیښور زلمیو ته په اتو ویکټو ماتي ورکړه

د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو په ۲۱مه لوبه کې ملتان سلطانز د پیښور زلمیو لوبډلې ته په اته ویکټو ماتي ورکړه.

دغه لوبه چې په ابوظبۍ کې ترسره شوه، د لوبې پچه ملتان سلطانز وګټله او پیښور زلمیو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پیښور زلمي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۶ منډې وکړې، چې له لوري یې شرفین ردرفورډ په ۴۰ توپونو ۵۶ منډې وکړې. د ملتان سلطانز له لورې په توپ اچونه کې شاهنواز داني ښه وځلید او څلور لوبغاړي یې وسوځول. همدغه راز بلیسنګ مزرباني یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ملتان سلطانز د ۱۶۷ منډو هدف په ۱۶.۳ کې د دوو ویکټو په زیان پوره کړ. چې له ډلې یې محمد رضوان ۸۲ او صهیب مقصود ۶۱ منډې جوړې کړې.

د پیښور له لورې محمد عرفان او محمد عمران یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. د یادولو وړ ده چې نن ورځ به کراچي کنګز له اسلام آباد یونایټډ سره د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …