کورپاڼه / روغتيا / ایواکاډو حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

ایواکاډو حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

ایواکاډو د هغه مېوو له جملې څخه شمېرل کېږي چې پر مجموعي روغتیا ډېرې مثبتې اغېزې پرېباسي او هغه غذایي توکي د بدن په برخه کوي چې د روغتیا لپاره اړین وي.

ایواکاډو د اومیګا تري فیټي اسید لرونکې وي: ایواکاډو هغه مېوه ده چې د اومیګا تري فیټي اسید لرونکې ده، چې د لیپوپروټین کولیسترولو کچه کموي او هغه کسان چې د دغه ډول کلیسترولو کچه یې ډېره وي د فلج خطر یې ډېرېږي.

د پوتاشیم لرونکې وي: په سل ګرامه ایواکاډو کې ۴۸۵ ملي ګرامه پوتاشیم وي، چې دغه کچه په سل ګرامه کېله کې ۳۵۸ ملي ګرامه پوتاشیم وي. چې همدغه پوتاشیم د حجرو په جوړښت کې مرسته کوي او د وینې لوړ فشار کنترولوي.

ښه غوړ لري: ایواکاډو یوه داسې مېوه ده چې د مونوسیچوریټډ غوړو لرونکې ده، چې دغه غوړ ښه کلیسترول نه اغېزمنوي او د خرابو کلیسترولو کچه کموي او په دې ډول د شریانونو د اړوند ناروغیو مخه نیسي.

فایبر لرونکې وي: ایواکاډو د هغه کسانو لپاره غوره انتخاب دی، چې غواړي خپل وزن کم کړي. همدغه راز د هضم د سیستم لپاره غوره تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …