کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان په مسجدالحرام کې د زمزم اوبو د ویشلو لپاره روبوټ معرفي کړی

سعودي عربستان په مسجدالحرام کې د زمزم اوبو د ویشلو لپاره روبوټ معرفي کړی

د سعودي عربستان حکومت په مسجدالحرام کې د زیارت کوونکو لپاره د آب زمزم د چمتو کولو لپاره د روبوټ خدمتونه وړاندې کړي.

د کعبې شریفې امام عبدالرحمن السدیس په دې موقع وایي چې د زیارت کوونکو د ساتنې یا خوندیتوب لپاره د نوې ټیکنالوژۍ استعمال ډېر اړین وي.

نوموړی وایي چې نوې ټیکنالوژي د ټولنیزو خدمتونو لپاره ډېر مهم او اړین وي، په ځانګړي توګه په داسې حالاتو کې چې د کورونا وایروس وبا خپرېدل عام شوي دي.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه روبوټ پرته له دې چې د زیارت کوونکو په تګ راتګ کې خلل رامنځته کړي، د زمزم اوبه په آسانۍ سره ویشي.

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان حکومت سږ کال د حج کولو لپاره نوي شرایط رامنځته کړل او یوازې هغه کسانو ته به د زیارت کولو موقع ورکړي چې په سعودي کې مېشت وي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …