کورپاڼه / خبرونه / د عمان شاهي پولیسو (۳۴) تنه د کرکټ لوبغاړي نېولي

د عمان شاهي پولیسو (۳۴) تنه د کرکټ لوبغاړي نېولي

د عمان شاهي پولیسو څلور دیرش د کرکټ هغه لوبغاړي نېولي، چې د کورونا له اصولو یا ګرځبندیز څخه یې سرغړونه کړې.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په خلیجې هیواد عمان کې د کورونا وایروس قضیې مخ په ډېرېدو دي، چې په همدې سبب یې حکومت سخت بندیرونه پورې کړي.

د عمان شاهي پولیسو په ټولنیزو رسنیو پر بز شمېره ویبپاڼو د ټویټونو له مخې منلې چې ددې هیواد د پایتخت اړوند سیمه کې خلکو د کورونا اړوند بندیزونو څخه سرغړونه کړې.

په ټویټ کې ویل شوي چې پولیسو هغه څلور دیرش کسیزه ډله چې د کورونا د اړوند اصولو څخه یې سرغړونه کوله او د کرکټ لوبه یې ترسره کوله، د پولیسو له لورې نیول شوي.

د یادولو وړ ده چې له تېرې میاشتې راهیسې په عمان کې د کورونا وایروس پېښې مخ په ډېرېدو دي، چې په همدې سبب یې ډېر سخت بندیزونه هم پورې کړي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …