کورپاڼه / جالب / هغه همت ناکه میرمن چې د ګرځبندیز شپې، ورځې یې په ډېره سړه سیمه کې په یوازیتوب سره تېرې کړې

هغه همت ناکه میرمن چې د ګرځبندیز شپې، ورځې یې په ډېره سړه سیمه کې په یوازیتوب سره تېرې کړې

ویلنټینا د کال شپږ میاشتې له کور څخه بهر تېروي ځکه چې نوموړې له سیاحت سره ډېره مینه لري. کله چې په ایټالیا کې کورونا وایروس پښه ټینګه کړه نو یوازې تر خپل کوره پورې محدوده پاتې شوه.

خو بیا یې په انستاګرام پیغام ترلاسه کړ چې د آرکټیک په حلقه کې د یو میلمستون ساتنه وکړي، چې ویلنټینا هم سمدستي ومنله او په دې هم پوهیده چې یاده سیمه ډېره واورینه، سړه او د سیاحت کوونکو لپاره برابره نه ده.

لکه څنګه چې یې هو کړې وه نو له خپل کور څخه   ۲۴۰۰ کیلو میتره لېرې کونګزفورډ ته ورسیده خو هلته یوازې څلرویشت کسانو استوګنه کوله او روغتون هم ترې دوه سوه کیلو میتره لېرې و. همدغه راز دستګاه او پلورنځي ترې پنځه ویشت کیلومیتره لېرې و.

کله چې په دې سیمه کې د سړو په موسم کې د پنځه اویا کیلومیترو په سرعت سره هوا چلېږي نو زغمل یې ناممکن وي او اړوند اسانتیاوې هم نه برابرېږي ځکه چې د هوا د سرعت په سبب موټر حرکت نه شي کولی.

خو بیا په دې سیمه د شپې راج پیل شو او تر دوو میاشتو پکې تیاره وه، یعنې تر دوو میاشتو په تیاره کې اوسیده، بیا دوه میاشتې لمر نه لوېده خو له ایټالوي میرمنې سره یې ملګرتیا شوه او یوازیتوب یې یو څه کم شو، خو کله چې په ایټالیا کې د کورونا زور ختم شو نو خپل وطن ته ستنه شوه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …