کورپاڼه / جالب / د فیل په اړه ډېر په زړه پوري او حیرانوونکې معلومات

د فیل په اړه ډېر په زړه پوري او حیرانوونکې معلومات

فیل د نړۍ ترټولو غټ او ډېر ځانګړی حیوان دی، که چېرته یې د ځانګړتیاوې په اړه خبرې وشي نو یو اوږد نوملړ به ترې جوړ شي او همدغه ځانګړتیا یې له نورو حیواناتو څخه بېلوي، چې ځینې یې عبارت دي اوږد غاښ، خرطوم، غوږ او غټ بدن.

فیل په عموم کې درې ډولونه لري چې عبارت دي له اسیایي فیل، افریقایي او افریقایي بش فیل څخه. اسیایي فیل ته هندي فیل هم ویل کېږي او ټول یې په ځنګل کې ژوند کوي. که څه هم موږ ټول د فیل اړوند معلومات لرو خو نن یو څه په زړه پورې معلومات لولو:

اسیایي فیل له افریقایي فیل څخه یو څه کوچنی وي او غوږونه یې هم یو څه واړه وي، د پوستکي رنګ خړ خو په غوږونو او مخ یې ګلابي یا ژېړ رنګه نښې، نښانې وي.

فیل نه یوازې دا چې د ځمکې پرمخ ترټولو غټ حیوان دی بلکې دماغ هم ډېر یعنې پنځه کیلو وزن لري او یو فیل په اوسط ډول له پنځوسو تر اویا کلونو پورې ژوند کوي او هغه فیل چې ترټولو ډېر ژوند یې کړی شپږ اتیا کلن و.

یو بالغ فیل د ورځې شپاړس ساعته په خورک تېروي او تقریباً درې سوه کیلو ګرامه خوراک او یو سلو، شپېته لیتره اوبه څښي او د خوښې وړ توکی یې ګنی دی خو نورې مېوې، واښه او سبزیجات هم په خوند خوري.

خرطوم یې د بدن مهمه برخه ده چې د بویولو حس یې هم تېز وي او د خرطوم په مرسته د ډېر وزن لرونکی شی هم پورته کولی شي او د لیدلو حس یې هم ډېر تېز وي. همدغه راز پوستکي پوستکي یې حساس وي چې له ګرمۍ او نورو زیانونو څخه د ژغورنې لپاره لامبي.

فیل دومره هوښیار او احساساتي حیوان دی، که چېرته یې د کورنۍ کوم غړی زخمي شي نو نور یې مرستې ته رادانګي او که ورک شي نو لټه یې کوي او د فیل د حمل موده تر دوو کلونو پورې وي چې ترټولو اوږده موده ده او کله چې د فیل بچی پیدا شي نو ۱۲۰ کیلو وزن لري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …