کورپاڼه / روغتيا / کدو ولې د اوړي یا ګرمۍ ځانګړې سبزي ګڼل کېږي؟

کدو ولې د اوړي یا ګرمۍ ځانګړې سبزي ګڼل کېږي؟

د ګرمۍ موسم که څه هم له یوې خوا له ځان سره ګرمي راوړي خو ترڅنګ یې له آم څخه نېولې، تر سړې هندواڼې، شفتالو، زردالو او تر الو بالو پورې له مېوو مو هم برخمن کوي او په دې موسم کې غوره سبزیجات لکه کدو او بانجان هم خپل حاصل ورکوي.

شین رنګی کدو پخپل جوړښت کې بې شمېره ګټور توکي لري چې د بدن اوبه پوره ساتي او د ویټامین ای او ویتامین کی یوه ښه سرچینه هم ده او ترڅنګ یې کلسیم، اوسپنه، زنک او میګنیزیم هغه اړین توکي دي چې خراب کلیسترول کموي او د زړه روغتیا تضمنوي.

که چېرته تاسې له خپل ډېر شوي وزن څخه په عذاب وئ او غواړئ چې وزن مو کم شي نو پخپلو خوراکي توکو کې کدو شامل کړئ، ځکه چې کدو ډېره لږه کالوري خو فایبر یې بیا ډېر وي.

د کدو په اړه دا هم ویل کېږي چې په ډېر ښه ډول سره د وینې فشار کنترولوي. لکه څنګه چې د ګرمۍ په موسم کې ډېر وخت فشار ښکته کېږي نو که چېرته د کدو له جوسو ګټه پورته کړو نو ستونزه مو حل مومي.

همدغه راز د کدو استعمال د هضم لپاره ترټولو غوره دی او د خېټې له نورو ستونزو څخه مو ژغوري او د فایبرو شتون یې زموږ د خېټې لپاره ډېر ګټور دی.

بل لوري ته ویل کېږي چې کدو د ذهني فشار په کمولو کې هم مهم رول لوبوي. لکه څنګه چې دغه سبزي د کولین په نوم مرکب لري نو دغه مرکب دماغ فعال ساتي او په دې سره ذهني فشار کمښت مومي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …