کورپاڼه / روغتيا / د ډیټاکس اوبه څه شی وي او استعمال یې ولې اړین وي؟

د ډیټاکس اوبه څه شی وي او استعمال یې ولې اړین وي؟

د روغتیایي کارپوهانو له لورې هر شخص ته د انټي اکسایدو درلودونکو خوړو او د یټاکس اوبو د استعمال لارښوونه شوې، ځکه چې ددې توکو استعمال د انسان د مجموعي روغتیا او د بدن د غړو د پاکوالي لپاره ډېر اړین وي.

روغتیایي کارپوهان وایي که هر څومره زیانمن مشروبات وڅښل او له پاسه یې د ډیټاکس اوبه استعمال شي نو له منفي اغېزو یې مخنیوی کېږي او ترڅنګ یې له بې شمېره ناروغیو څخه خوندي پاتې کېږو او وزن مو هم ورسره کمښت مومي.

همدغه راز د ګردو څخه د تیږو په ایستلو، کلیسترولو او وینې د لوړ فشار په کنترول، د ځیګر د تېزابیت په ختمولو، د معدې او کولمو په پاکولو او د وزن په کمولو کې اغېزمن رول لوبوي.

اړین توکي:

دوه یا درې اینچه وړه ټوټه ادرک چې پاک وي، له څلورو تر شپږو لېموګان، له شلو تر پنځه ویشتو پاڼې نعناع، یوه کاچوغه زڼکۍ او یوه کاچوغه د شړشمو دانه.

دا ټول توکي به سره ښه ګډ کړئ او یو ترکیب به ترې جوړ کړې، خو اوبه پکې مه اچوئ. همدغه راز تر اوو ورځو پورې یې په یخچال کې خوندي وساتئ.

کله چې سهار پورته شوئ، لومړی یوه پیاله ساده اوبه وڅښئ او بیا په نیم پیاله کې یوه کاچوغه ترکیب ور واچوئ او ویې څښئ، له دې وروسته تر نیم ساعت مه کافین لرونکي توکي څښئ او مه سباناری کوئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …