کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ښځې د محرم یا نارینه بغېر هم حج کولای شي
کعبه

ښځې د محرم یا نارینه بغېر هم حج کولای شي

د سعودي عربستان حکومت سږکال یو ځل بیا پرېکړه کړې ده، چې یوازې په سعودي کې مېشت خلک به د مج مراسمو کې ګډون وکولای شي، همدا راز ښځې هم کولای شي چې د محرم یا نارینه نه پرته د حج لپاره فورمه ډکه کړي.

هر څوک چې غواړي چې حج وکړي، نو هغوی به یوه انلاین فورمه ډکوي، چې د دې فورمې د ډکولو پیل پرون ورځ، د جون په ۱۳مه نېټه په انلاین بڼه شوی دی.

د حج لپاره د فورمې ډکولو وروستۍ نېټه بیا د جون تر ۲۳مې نېټې پورې ده، چې په دغه ورځ به د شپې تر ۱۰ بجو پورې خلک فورمې ډکولی شي.

د کورونا له امله د تېر کال په څېر دا ځل هم یوازې سعودي مېشت خلک حج ته تللي شي، په سعودي عربستان کې به سږکال ۶۰ زره کسان د حج په مراسمو کې برخه واخلي.

سږکال د حج لپاره درې وړاندیزونه شوي دي، چې لومړی یې ۱۶۵۶۰ ریاله، دویم یې ۱۴۳۱۸ ریاله او دریم یې بیا ۱۲۱۱۳ ریاله دی، چې دا به د یو کس څخه اخیستل کېږي. همدا راز ټېکسونه له دې پرته دي.

خو سږکال بیا ښځو ته هم اجازه ورکړل شوې ده، چې د کوم محرم یا نارینه پرته د حج فورمه ډکه کړي او د حج مراسم ادا کړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …