کورپاڼه / هنر او کلتور / د (بجرنګي بایي جان) مني کردار لوبونکې اداکاره هرشالي ملهوترا نن سبا په څه کارونو بوخته ده؟

د (بجرنګي بایي جان) مني کردار لوبونکې اداکاره هرشالي ملهوترا نن سبا په څه کارونو بوخته ده؟

د بالیووډ په مشهور فلم (بجرنګي بایی جان) کې د مني کردار لوبونکې ماشوم فلمي ستورې هرشالي ملهوترا په دې وروستیو کې خپله دیارلسمه کلیزه ولمانځله.

هرشالي ملهوترا چې له هندي رسنیو سره خبرې کړي وایي:((زه غواړم چې لویه شم او یوه ښه اداکاره راڅخه جوړه شي او غواړم چې په ښو فلمونو کې کار وکړم او جایزې ترلاسه کړم.))

نوموړي وایي چې اوسمهال یې ټول پام خپل درسونو ته دی او ټولنیزه رسنۍ ځکه استعمالوي ترڅو له ملګرو سره خبرې، اترې وکړي او د ټولنیزو رسنیو پوسټونه او کومنټونه یې مور ګوري.

هرشالي وایي چې له بجرنګي فلم وروسته ډېر وړاندیزونه ورته شوي، خو یو وړاندیز هم د مني په څېر نه و، نو ځکه خو یې نه دي منلي. نوموړې د سلمان خان په اړه وایي چې د کلیزې یا مهمو ورځو کې ورسره خبرې کوي خو هغه مصروفه دی او زنګ نه وهي.

هرشالي وایي چې له سلمان خان پرته یې رنویر سنګ او اکشی کمار د خوښې اداکاران او کترینا کیف او دیپکا پاډوکون یې د خوښې هنرمندې دي.

د یادولو وړ ده چې بجرنګي بایي جان په ۲۰۱۵ کال د کبیر خان په لارښوونه جوړ شوی فلم دی چې د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې خلکو خوښ کړ او د پیسو په ګټلو کې یې ریکارډ جوړ کړ. په دې فلم کې هرشالي ملهوترا د یوې کوچنۍ، بې ژبې انجلۍ رول لوبولی و چې هغه وخت یې اوه کاله عمر لرله.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …