کورپاڼه / خبرونه / هغه انجلۍ چې په ذهني توګه معذوره ده، د قران کریم حافظه شوه

هغه انجلۍ چې په ذهني توګه معذوره ده، د قران کریم حافظه شوه

کله چې د انسان اراده پیاوړې او مینه یا شوق یې رښتینی وي، نو د نړۍ هیڅ ستونزه یې د هدف په لاسته راوړلو کې نه شي واقع کیدلی. په همدې لړ کې د اردن یو اوسیدونکې چې ذهني توګه معذوره ده، د قران کریم حافظه شوه.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اردن اوسیدونکې راون دیواییک نومې انجلۍ، چې د ډاون سنډروم په نوم ناروغي یې لرله او په دې ناروغۍ اخته شخص په جینټیکي توګه په بدني او ذهني توګه معذور وي، خو راون بیاهم قران کریم حفظ کړ او د نړۍ لومړنۍ حافظه شوه چې د یادې ناروغۍ په لرلو یې هم قران حفظ کړ.

د راون مور اوطیف جابر له ترکیي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د راون پلار مړ شوی او دا ویاړي چې د نوموړې مور ده. اوطیف زیاتوي چې راون یوه داسې ناروغي لري چې درملنه یې نه کېږي خو بیاهم بیاهم راون په دې نه ستړي کېږي چې قران یې ژوند دی.

د راون مور وایي چې:((څلور لورګانې او یو زوی لرم، د یواځینې زوی د درلودلو په سبب راون هر وخت دعا کوي او کله چې راون ناروغه وزېږیده، نو ډېره خپه وم، خو قسم مې وکړ چې د قران تعلیم به ورکوم.))

اوطیف وایي چې راون له ماشومتوب څخه ځیرکه وه او کله چې یې حس کړه چې انجلۍ هوښیاره ده نو د قران کریم واړه، واړه سورتونه به یې پرې زده کول او هغې به ژر زده کول.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …