کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د محرمیت د پالیسۍ اړوند کمپاین پیل کړ

وټساپ د محرمیت د پالیسۍ اړوند کمپاین پیل کړ

د پیغام رسونې لپاره استعمالیدونکې اپلیکیشن وټساپ د محرمیت په پالیسۍ کې د بدلون له خبرونو وروسته په امریکا او المان کې د اعلاناتو کمپاین پیل کړ، ترڅو خلک یې په اړه پوه کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه کمپاین اوسمهال له دوو هیوادونو څخه پیل شوی او له دې وروسته به یې په نړیواله کچه پیل کړي.

راپورونه زیاتوي چې په دې کمپاین کې د وټساپ له اصولو او قوانینو څخه نېولې، آن په عامو خلکو کې د یاد اپلیکیشن په اړه اندیښنې، غبرګون او پایلې شتون لري.

د وټساپ شرکت وایي چې دا کمپاین یې ددې لپاره ډیزاین کړی ترڅو کاروونکې ته باور ور کړي چې شرکت یې محرمیت ته پام کوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې وټساپ له یو داسې سیستم څخه ګټه پورته کوي، چې په سبب یې اپلیکیشن پیغامونه نه شي لوستلی او یوازې به یې هغه څوک ولوستلی شي چې پیغام ورغلی وي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …