کورپاڼه / خبرونه / د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ ګټونکې لوبډله ته څومره جایزه ورکول کېږي؟
ویراټ کوهلي او کین ویلیمسن

د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ ګټونکې لوبډله ته څومره جایزه ورکول کېږي؟

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ ګټونکې لوبډلې او نورو لوبډلو ته په جایزه کې د پېسو ورکولو اعلان وکړ.

د معلوماتو له مخې، هره لوبډله چې د ټېسټ نړیواله اتلولي وګټي، نو هغه لوبډلې ته به ۱.۶ میلیونه ډالر د جایزې په توګه ورکول شي، همدا راز دویمې لوبډلې ته به بیا ۸۰۰ زره ډالر ورکړل شي.

د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ په جدول کې چې دریمه لوبډله ده، هغې ته به ۴۵۰ زره امریکايي ډالر ورکړل شي او څلورمې لوبډلې ته به بیا ۳۵۰ زره ډالر ورکړل شي. همدا راز پنځمې لوبډلې ته هم ۲۰۰ زره ډالر ورکول کېږي.

د یادولو ده چې د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د جون په ۱۸مه نېټه د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ په انګلستان کې پیلېږي، چې د جون تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.

ای سي سي په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلي و، که چېرته د یادې لوبې په لومړۍ ورځ باران وشي، نو د فالو ان قانون به نه بدلېږي، دا قانون په عام ډول بیا په نورو لوبو کې بدلېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …