کورپاڼه / خبرونه / محمد عامر بيا ځلې نړیوال کرکټ ته راستنېږي
محمد عامر

محمد عامر بيا ځلې نړیوال کرکټ ته راستنېږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی چې څه وخت مخکې یې له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړې وه، بیا نړیوال کرکټ ته راستنېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس وسیم خان د محمد عامر کور ته ورغلی و او له هغه سره یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې وې.

محمد عامر په دغه تړاو وايي، چې مخکې کله داسې نه و شوي چې اجراییه رییس دې د یو لوبغاړي کور ته ورغلی وي، وسیم خان زما کور ته راغلی و او په ډېرو برخو مې ورسره بحث وکړ.

هغه همدا راز زیاته کړه، که چېرته هر څه د پلان سره سم مخکې لاړل، نو یو ځل بیا به نړیوال کرکټ ته راستون شم او د پاکستان لپاره به ولوبېږم.

بلخوا د پاکستان کرکټ بورډ یوې سرچینې  رسنیو ته ویلي دي، چې محمد عامر په خپله له نړیوال کرکټ څخه د استعفا اعلان کړی و، نو نړیوال کرکټ ته د بېرته راتګ اعلان به هم په خپله کوي.

د یادولو وړ ده چې محمد عامر څه وخت مخکې له هر ډول نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه او لامل یې د منیجمنټ دوه ګونی چلند یاد کړ، هغه د پاکستان کرکټ په منیجنټ سختې نیوکې هم کړې وې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …