کورپاڼه / خبرونه / ایا په اصغر افغان اوږدمهاله بندېز لګېږي؟
اصغر افغان

ایا په اصغر افغان اوږدمهاله بندېز لګېږي؟

داسې اوازې خپرې شوې دي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان باندې لوبیز بندېز هم لګېږي، چې ښايي له ۲ څخه تر ۵ کلونو پورې له هر ډول کرکټ څخه بند کړای شي.

افغانستان کرکټ بورډ څه وخت مخکې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړ او د هغه پر ځای یې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې حشمت الله شهیدي کپتان کړ، خو د شل اوریزو لوبو کپتان تراوسه نه دی ټاکل شوی.

کرکټ بورډ ویلي و، چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې قصداً د غلطو پرېکړو له امله یې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړی دی، وروسته د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول حکمت حسن له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، چې د اصغر افغان په اړه لا هم څېړنې روانې دي.

اوس د کریکڅار وېبپاڼې د کرکټ بورډ د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي، چې د اصغر افغان په تړاو یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده، چې له روزونکو او لوبغاړو څخه څېړنې کوي او له څېړنو وروسته به د اصغر افغان په اړه پرېکړه وشي، چې هغه نور ملي لوبډله کې ولوبېږي او که نه.

دغه سرچینې یادې وېبپاڼې ته دا هم ویلي دي، چې داسې احتمال شته، چې په اصغر افغان د ۲ څخه نیولې بیا تر ۵ کلونو پورې له هر ډول کرکټ څخه بندېز ولګېږي. خو بلخوا د اصغر افغان په ملاتړ هم ځینې غږونه پورته شوي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …