کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص چې عربي تلفظ یې نه شو کولی، حقیقت یې معلوم او واده یې ګډوډ شو

په هند کې یو شخص چې عربي تلفظ یې نه شو کولی، حقیقت یې معلوم او واده یې ګډوډ شو

د هند په اتر پردیش ایالت کې یو نکاح خوان یا مولوي د هغه هندو ځوان پلان له خاورو سره خاورې کړ چې د یوې مسلمانې انجلۍ سره یې د واده لپاره د مسلمانۍ تمثیل کاوه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هند په اتر پردیش ایالت یو هندو د خپلې مینې لپاره له ځان څخه مسلمان جوړ کړی و، خو کله چې یې د نکاح پر وخت ځینې عربي کلمې غلطې ولوستې نو مولوي پرې شکمن شو.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې له دې وروسته مولوي او نورو خلکو د هلک تلاشي واخیست چې له جیب څخه په ترلاسه شوي کارت کې یې نوم د هندو راووت او معلومه شوه چې هلک هندو دی.

کله چې د ناوې کورنۍ پوه شوه نو هلک ته یې سابه ور په مالګه کړل او وراباڼې یې هم ونیول. راپورونه وایي چې د هندو هلک او مسلمانې انجلۍ اړیکه دوه کاله وړاندې پر فیسبوک جوړه شوه خو انجلۍ په دې پوهیده چې کورنۍ یې هندو د زوم په توګه نه مني.

انجلۍ د پورته ذکر شوو مواردو په نظر کې د نېولو سره د هلک حقیقت پټ کړ او هلک له څو کسانو سره د انجلۍ وړلو لپاره ورغی. هرڅه سم روان ول خو د هلک تلفظ کار خراب کړ.

انجلۍ کورنۍ د حقیقت په پوهیدو هلک او وراباڼې ونیول، پولیسو ته یې وسپارل او له واده څخه ورته انکار وکړ خو ددې هر څه سربېره بیاهم انجلۍ ضد کاوه چې هلک سره واده کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …