کورپاڼه / خبرونه / بنګله دېش کرکټ بورډ: که د لوبڅارانو تېروتنه معلومه شوه، نو سزا به ورکړل شي
شکېب الحسن

بنګله دېش کرکټ بورډ: که د لوبڅارانو تېروتنه معلومه شوه، نو سزا به ورکړل شي

څو ورځې وړاندې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکېب الحسن د کورنیو سیالیو د یوې لوبې پر مهال سخته غصه ښکاره کړه او لوبڅار سره د شخړې تر څنګ یې درې واړه ویکټې هم وغورځولې.

دا مهال په بنګله دېش کې د ډهاکه لیګ سیالۍ روانې  دي، چې شکېب الحسن هم د یوې لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري او کله چې د هغه له قهره ډکه ویډیو خپره شوه، نو په ټولنیزو رسنیو کې هم پرې سختې نیوکې وشوې.

اوس د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي دي، چې دوی د یادې پېښې د څېړلو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده، دغه کمېټه به څېړنې وکړي او که معلومه شوه چې  لوبڅارانو داسې کومه کړنه ترسره کړې ده چې له امله یې شکېب الحسن غصه کړی دی، نو لوبڅارانو ته به هم سزا ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې، د یادې ویډیو له خپرېدو وروسته شکېب الحسن په ټولنیزو رسنیو کې د مینه والو څخه بخښنه وغوښته او وې ویل چې کوشش به کوي چې بیا داسې کوم چلند ونکړي.

بلخوا بیا مخکې له مخکې شکېب الحسن باندې د ډهاکه لیګ د ۳ لوبو بندېز ولګېده او د دې تر څنګ ۵۰۰ زره بنګله دېشۍ روپۍ جریمه هم شو.

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …