کورپاڼه / هنر او کلتور / میر خان: بابا جانه نه به ځې، دا وطن لکه ستا کورنۍ تاته اړتیا لري
عبدالله مقري او میر خان

میر خان: بابا جانه نه به ځې، دا وطن لکه ستا کورنۍ تاته اړتیا لري

د هېواد مشهور، نومیالی او په هېواد مین سندرغاړی عبدالله مقري په کابل کې په یو روغتون کې بستر دی او ویل کېږي چې د هغه حالت ښه نه دی، ځکه چې په وینټیلاټور باندې پروت دی.

د عبدالله مقري زوي او ځوان سندرغاړي میر خان په ټولنیزو رسنیو کې د خپل پلار د روغتیايي حالت په اړه د مینه والو سره معلومات شریکوي، چې اوس یې یو بل جذباتي پوسټ هم کړی دی او د خپل پلار د روغتیا تر څنګ د هغه د اوږد عمر لپاره یې غوښتنه کړې او هغه ته یې ویلي دي چې نه به ترې ځي.

میر خان په خپل پوسټ کې لیکي: ((اغا جانه نه به ځې! ته یو له خواریو راوتلی دردېدلی انسان، یو بې انتها مینه ناکه او ډېر مهربانه پلار، د رښتینولۍ نمونه شخصیت، د هېوادپالنې یو دروند استاد او ملي افغان. دا ولس او دا وطن لکه ستا کورنۍ، تاته ډېره نوره اړتیا لري. ستا اخلاقو، ستا حضور او ستا نورو ترانو ته.))

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((بابا جانه نه به ځې! ګوره (د خاوره عزت ګڼمه) سندرې نه بعد تا خو ماته د خپلو شعرونو ویلو اجازه هم راکړه، نو صبر چې زه دې شعرونه درته سندرې کړم او رښتیا هغه ګډه ملي سندره چې تا، ما، شفیق مرید، جاوېد امیرخېل او ګودر ځاځي ویله هغه به څنګه سي؟))

میر خان مخکې لیکي: ((زما د وطن د غرونو بلبله، زما ویاړه، زما د سر تاجه الله دې راته ژر ښه که زما او د ټول ولس دعاګانې درسره دي. انډیوالي دې شروع کړې وه نو ناځواني به نه کوې پوه سوی قربانو؟))

د یادولو وړ ده چې نن سهار هم د عبدالله مقري د مړینې خبرونه خپاره شوي و، چې د هېواد مشهورو رسنیو هم دا خبرونه خپاره کړي و، خو وروسته بیا میر خان د عبدالله مقري د مړینې خبرونه رد کړل.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …